| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
له پاکستان سره په پوله کې د افغانستان د ځواکونو پوځي ازمیښت
16 Aug 2020
د پوځ چارواکي وایي چې سلګونه پوځیانو په دې پوځي ازمیښت کې برخه اخیستې او موخه یې، د هیواد په چارو کې د کورنیو او بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې مقابله ده.
دا پوځي ازمیښت، نن (یوه نۍ، زمري۲۶)، د امنیتي ځواکونو له لورې د ډیورند کرښې ته نږدې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پیل شول.
په دې پوځي ازمیښت کې؛ ځمکي، هوایي، کومانډو او پوله ساتي ځواکونه حضور لري چې د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې چیرې چې څو ځلي د افغان امنیتي سرتیرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوې دي، ترسره شوي.

د پوځ لوی درستیز، محمد یاسین ضیا وویل چې د دې پوځي ازمیښت ترسره کول، کورنیو او بهرنیو مخالفینو ته روښانه پيغام لري چې هیڅ کله د افغانستان پوځي وړتیاوو ته د شک په سترګه ونه ګوري.
ښاغلي ضیا زیاته کړه: دا پوځي تطبیقات، زمونږ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې زمونږ د ځواک ښکارولو په موخه دي.
هغه ټینګار وکړ چې د دې پوځي تمرین د ترسره کولو موخه د سپین بولدک ولس ته د ډاډ ورکول دي او امنیتي ځواکونو د دې ازمیښت ترسره کولو سره، خلکو ته وښوده چې د هغو ترڅنګ ولاړ دي او د هغوی قربانۍ به هیرې نکړي.
د پوله ساتو ځواکونو سرتیری، مولا داد چې په دې ازمیښت کې ګډون کړی وو، هیښتیا ورکوي چې د مخالفینو هر ډول لاسوهنې او خوځښتونه به، د دوی له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخامخ شي.
د کندهار والي، حیات الله حیات هم په دې ازمیښت کې، د هیواد له امنیتي ځواکونو د خلکو د ملاتړ خبر وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې دا ځواکونه د هیواد د لویشت لویشت خاورې د دفاع وړتیا ولري.
د یادونې ده چې په تیرو دوو ورځو کې دا د افغان ځواکونو دویم پوځي ازمیښت دی چې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ترسره کیږي.
دا پوځي ازمیښت په داسې حال کې ترسره کیږي چې په تیرې یوه میاشت کې، افغان امنیتي ځواکونه د هیواد په ګڼو ولایتونو کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته شوي چې مرګ ژوبله یې هم لرلې ده.
