1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له چابهار بندر څخه غیرنفتي صادرات ډير شوي

بندرچابهار
15 Dec 2020

د طرزي څیړنیز بنسټ، د چابهار بندر د ستونزو د هواري په موخه، نن (درې نۍ، لیندۍ۲۵)، د چابهار بندر اقتصادي اتصال په نوم برنامه جوړه کړه چې د دې بندر ستونزې او حل لارې وڅیړي.

 

په دې ناسته کې، په چابهار کې د بانکونو د استازولیو نشتون، په دې بندر کې د سوداګرو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ویل شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر، نثاراحمد فیضي غوریاني په دې بندر کې بانکي ستونزې ومنلې.

هغه وویل: بانکي ستونزې لرو چې سوداګر مو نشي کولای چې خپلې ستونزې هوارې کړي. نن د افغانستتان د بانکونو او د دواړو هیوادونو مسوولینو ګډه ناسته لرله چې څه ژرمهاله او ښه کړنلاره پیل کړو چې دا ستونزه هواره کړو.

په افغانستان کې د ایران سفیر، بهادر امینیان هم وویل چې د افغانستان بانکونه د فني لاملونو له کبله ندي توانیدلي چې خپلې استازولۍ په چابهار کې فعاله کړي.

د هغه په وینا، د هند دولت پریکړه کړې چې ډیر ژر په دې بندر کې خپلې بانکي څانګې پرانیزي او له دې لارې د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

د افغانستان او ایران حکومتي چارواکو په وینا، د چابهار بندر د امریکا له بندیزونو معاف دی.

هند تراوسه په چابهار بندر کې سل میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

په افغانستان کې د هند مرستیال سفیر، راګورام اس په دې برنامه کې وویل چې په روان کال کې د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ کچه، د تیر کال په پرتله ۳۵ سلنه ډیروالی ښيي.

هغه وویل: د کرونا ویروس د خپریدو پرمهال، هند ډیر شمیر خوراکي توکي د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واستول. دا بندر د سیمې د هیوادونو په نښلیدو کې اساسي ونډه لوبوي، که څه هم تراوسه د دې بندر له شته وو وړتیاوو څخه ګټنه نده شوې.

تمه ده چې د چابهار-زاهدان اوسپنیزه لار د چابهار بندر هوکړه لیک کې شامله شي.

د افغانستان د اوسپنیزې کرښې د ادارې عملیاتي مرستیال، میرویس غفوري هیله وښوده چې چابهار بندر ته د افغانستان اوسپنیزې کرښې نښلیدو سره، د سویلي آسیا هیوادونو ته د ټرانزیټ کچه لوړه شوي.

څلور کاله وړاندې، د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر د ودې هوکړه لیک لاسلیک شو، خو تراوسه د دې بندر بنسټونه ندي بشپړ شوي او په دې بندر کې لویې بیړۍ لنګر نشي اچولای.