د روغتیا وزیر وايي، چې کابل ته د دې کسانو لیږد سره، ۳۰ میلیونه وګړي د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ کیږي.
نورو هیوادونو ته د کرونا ویروس د چټک خپریدو له کبله اندیشنو سره سم، د افغانستان دولت اعلان کړی چې د چین له ووهان ښار څخه هیواد ته د ۴۱ افغان ښاریانو د لیږد لپاره چمتو دی.
د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز، نن ( یوه نۍ، د سلواغې ۱۳/فبرورۍ ۲) په یوې خبري ناسته کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت له چین څخه کابل ته د هیوادوالو د لیږد اړوند، بشپړ چمتووالی لري او تمه ده چې دا ښاریان د ۱۴ ورځو لپاره د کابل په هوایي ډګر کې قرنطین شي.
ښاغلي فیروز زیاته کړه: د افغانستان دولت او مونږ په دې هڅه یوو چې دا افغانان راولیږدوو، ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارټر الوتکه چمتو کړې او زمونږ روغتیایي ډله چمتو ده چې د ووهان ښار ته ولاړه شي او زده کړیالان افغانستان ته راولیږدوي.
خو ظاهراْ د روغتیا وزارت، له چین څخه کابل ته د افغان ښاریانو د لیږد اړوند، بشپړ رضایت نلري.
د عامې روغتیا وزیر وایي، چې له چین څخه د افغان ښاریانو لیږد، د ۳۰ میلیون وګړو ژوند د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخوي.
هغه زیاته کړه چې د “ژر او احساساتي” پریکړې پرځاې، له هوښیارتوب کار واخیستل شي.
ښاغلي فیروز همداشان ویلي: “که ۴۱ وګړي راولیږل شي، او د هغو راتلو سره مونږ کولای شو ۳۰ میلیونه نفوس ساتنه وکړو؟ د دې کسانو راوړلو سره مونږ ۳۰ میلیونه انسان له ناروغۍ سره مخامخوو.”
د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په تیرې یوې اوونۍ کې ۲۶۲ تنه چې ډیرۍ یې زده کړیالان دي، د ځمکې او هوا له لارې له چین څخه افغانستان ته راغلي دي. خو د روغتیا وزیر وایي، چې تراوسه “په هیواد کې د کرونا ناروغۍ هیڅ مثبته پیښه نه ده لیدل شوې.”
په نړۍ کې د کرونا ویروس چټک خپریدو سره، د روغتیا نړیوال سازمان مخکې له دې په ټوله نړۍ کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د شمیرنو له مخې؛ اوس مهال د نړۍ په ۲۶ هیوادونو کې د کرونا ویروس نږدې ۱۴ زره او ۵۰۰ پيښې چې ډیره برخه یې په چین کې دي، ثبت شوي او دې ویروس د ۲۶۰ تنو ډیرو ژوند اخیستی دی.
آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک