1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له کابل سره د واشنګټن په نه رښتینولۍ د مخکینۍ امریکايي ډیپلوماټې اعتراف

لورل-میلر-1536x864
20 Aug 2020

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا مخکینۍ استازې هیښتیا ورکړې چې سبینه ماڼۍ د افغانستان دولت له اوسنیو لوبغاړو سره رښتینې نده او اټکل کیږي چې حتې په دې هیواد کې له نورو شخصیتونو سره کار ته مخه کړي.

 

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا مخکینۍ استازې، میرمن لورل میلر چې اوس مهال د کړکیچ د نړیوالې ډلې د آسیایي څانګې مشره ده، د ” بروکینګز“  بنسټ سره یې په انځوریزه مرکه کې هیښتیا ورکړې چې متحده ایالتونه د افغانستان له دولت سره صداقت نلري.

د میرمن میلر د ویناوو پر بنسټ، اټکل کیږي چې متحده ایالت له خپلو نویو شریکانو سره په افغانستان کې کار وکړي.

دې امریکايي ډیپلوماټې زیاته کړې: ”داسې نه ښکاري چې د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان د اوسنیو لوبغاړو پر وړاندې صداقت ولري. که واقعبینانه خبرې وکړو، اټکل کیږي چې د امریکا پر وړاندې بیلابیل فرصتونه شتون ولري چې له نورو شخصیتونو سره د مشارکت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

دې مخکینۍ امریکایي ډیپلوماټې د خبرو په یوه برخه کې ټینګار کړی چې امریکا، په افغانستان کې داسې حکومت جوړ نکړ چې وکولای شي طالبانو ته ماته ورکړي.

میرمن میلر همداراز ویلي چې امریکا خپله هم ونه توانیده چې د طالبانو ډله له ماتې سره مخامخ کړي.

هغې هیښتیا ورکړې چې د سولې د هراړخیزې هوکړې پرته، له افغانستان څخه د امریکا وتل به د دوام لرونکې کورنۍ جګړې لامل وګرځي.

یو شمیر شنونکي هم د افغانستان د سولې او جګړې لپاره د امریکا تګلارې ته د شبک په سترګه ګوري.

د پوځي چارو شنونکي، هادي قریشي وویل: امریکا د سولې د خبرو له بهیر سره سیاسي چلند کوي. که په افغانستان کې د دې هیواد ګټې تامین شي، د دې هیواد ځواکونه به لږ کړي؛ که نه، رښتینی چلند به ونلري.

سیاسي شنونکي، بشیر بیژن هم آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د امریکا سیاستونه، په افغانستان کې د امریکاييانو د حضور او د حضور د پایته رسیدو اړوند د خلکو په منځ کې بې باورۍ رامنځته کړي.

د افغانستان دولت تراوسه د دې مخکینۍ امریکایي ډیپلوماتې اړوند څه ندي ویلي، خو مخکې له دې ولسمشر غني تل امریکا خپل تګلاریز متحد بللی دی.