1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له کرونا سره د مبارزې لپاره د نبي زاده بنسټ د هڅو پیل

8G1A4487
18 Mar 2020

دې بنسټ په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره؛ د مکروب ضد توکو، دست کشو او ماسکونو د ویش بهیر پیل کړ چې په بلخ کې به لسو زرو کسانو ته وویشل شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپراوي، په تیرو ورځو کې د هیوادوالو جدي اندیښنې راپارولي او خلکو تل په دې اړوند د مبارزې لپاره د مرستو غوښتنه کړې.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ د مرستو ویشلو پازوال، احمد نژند رحیمي په دې اړه وویل چې په دې کمپاین کې؛ تمه ده د بلخ لسو زرو اوسیدونکو ته، د مکروب ضد توکي، دست کشې او ماسکونه وویشل شي او دا مرستې به د پنځو ورځو لپاره روانې وي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې دا کمپاین د نبي زاده شرکتونو د مشر، کمال نبي زاده په سپارښتنه پیل شوی او تمه ده دا بنسټ له اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر هم پیل کړي.

په همدې حال کې، د دې مرستو یو شمیر برخه من؛ په داشان حالاتو کې د دې کمپاین ستاینه کوي او دا د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ګټور بولي.

دوی له نورو مرسته رسوونکو بنسټونو غواړي چې داشان مرستې وکړي.

له دې سره، دې بنسټ مخکې له دې هم په هرو شرایطو کې په بیړنۍ توګه د هیواد په بیلابیلو برخو کې د اړمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.

آرزو نیوز – شاکر شکران