1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له کرونا سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د چین روغتیايي مرسته

90l
08 Oct 2020

د چین دولت، نن (پنځنۍ، تلې ۱۷)، د یو میلیون ډالرو په ارزښت له افغانستان سره د روغتیايي توکو مرسته وکړه؛ د مرستو دا جوپه چې نږدې ۴۰ زره د کرونا تشخیصي بستې، ۲۰ زره ساتندویه کالي، څلور طبي دستګاوې په کې شاملې دي، نن د افغانستان دولت ته وسپارل شوې.

 

د ولسمشر دویم مرستیال، محمد سرور دانش چې د دې جوپې د ترلاسه کولو لپاره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته تللی وو، له دې مرستو یې ستاینه وکړه او په لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش کرونا لا هم ګواښوونکی ویروس وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ویروس د دویمې څپې د خپریدو پر وړاندې د مبارزې لپاره، د افغانستان دولت همکارۍ ته اړتیا لري.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمد جواد عثماني وویل چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د اټکلیز راتلو پر وړاندې د مبارزې لپاره، په روغتیايي مرکزونو کې جدي تابیاوې نیول شوې دي.