د نبي زاده مرستندویه بنسټ یو ځل بیا د اړمنو او بې وزلو کورنیو لاسنیوی وکړ.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ د مرستو د ویش مسوول، احمدنژند رحیمي نن (درې نۍ، د غوایي نهمه/اپریل۲۸)، د دې مرستو د ویش پرمهال وویل: دا بنسټ هڅه لري چې د روژې په مبارکه میاشت کې، د نورو کلونو په څیر اړمنې کورنۍ د دې بنسټ د مرستو تر پوښښ لاندې راولي.
هغه زیاته کړه، دا مرستې چې اوړه او غوړي په کې شامل دي او په لومړي ګام کې په بلخ ولایت کې له سلو ډیرو معلولیت لرونکو او اړمنو کسانو ته ویشل شوي.
ښاغلي نژند ټینګار وکړ چې دا بهیر به د روژې مبارکې میاشتې ترپایه دوام ولري.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ پازوال همداراز وایي چې د کرونا ویروس د ګواښ او فقر او اوزګارتیا ډیریدو ته په کتو سره، دا بسنټ هڅه لري چې د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره، زرګونو کورنیو ته مرسته وکړي.
په همدې حال کې، هغه کورنۍ چې له دې مرستو برخه منې شوي، د نبي زاده مرستندویه بنسټ له دې مرستو مننه او ستاینه کوي.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ مخکې له دې په هر راز ستونزمنو شرایطو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د اړمنو کسانو لاسنیوی کړی. دې بنسټ د خپل فعالیت له پیله تراوسه هڅه کړې چې د ټولنې ټولو اړمنو قشرونو ته په یوه ډول بشرپاله مرستې ترسره کړي.
آرزو نیوز- نجلا مایار