د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر وايي چې ډیرۍ کمیټې جګړو ته د بندیانو د نه ستنیدو او د نړیوالو ډاډونو په شرط د طالب بندیانو له خوشې کیدو سره هوکړه کړې؛ وروستۍ پایله سبا اعلانیږی.
د لویې جرګې په دویمه کاري ورځ، پنځوس کمیټو د طالب بندیانو د برخه لیک او د سولې د مرکچي پلاوي اړوند د خپلو پریکړو ګزارشونه، عمومي تالار ته وړاندې کړې.
دې کمیټو له پرون (جمعه، زمري۱۷)، څخه راپدیخوا په دې برخه کې خپل ډله ییز کار پیل کړی وو.
د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشط کیدل، د لوریو له لورې انعطاف منل، د دواړو لوریو اوربند، د افغانانو ترمنځ د خبرو ژر پیل او د مرکچي پلاوي په جوړښت کې بدلون، د دې کمیټو د وړاندیزونو مهمې برخې وې.
په دې ناسته کې د څلویښتمې کمیټې مشرې، ثریا پاک زاد وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدل باید د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل او د تاوتریخوالي د کمیدو په شرط خوشې شي.
د شپږڅلویښتمې کمیټې مشر، نورآغا شریفي په دې ناسته کې، د دواړو لوریو له لورې د اوربند د ټينګیدو، د افغانانو ترمنځ د خبرو د ژر پیل او د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د بدلون غوښتنه وکړه.
د کمیټو د ګزارشونو د ورکړې په وروستیو ګړیو کې، د لویې جرګې مشر یوې خبري ناستې ته حاضر شو.
ښاغلي عبدالله وویل، چې ډیریو کمیټو د دې بندیانو له خوشې کیدو سره هوکړه کړې او یو شمیر کمیټې د جګړې لیکو ته د دې بندیانو د نه ستنیدو په شرط د بندیانو د خوشې کیدو غوښتونکي دي.
د لویې جرګې مشر ټینګار لري چې وروستۍ پریکړې سبا (یوه نۍ)، په رسمي پریکړه لیک کې اعلانیږي.
ښاغلی عبدالله وایي چې طالبانو په مخامخه او نامخامخه توګه ډاډ ورکړی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل پر وړاندې یواځینی خنډ، بندیان دي او د هغو د خوشې کیدو په صورت کې، بل کوم خنډ شتون نلري.
د لویې جرګې مشر همداراز د لویې جرګې د پایته رسیدو درې ورځې وروسته، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر وکړه.
مخکې له دې ولسمشر غني هم ویلي وو چې د دې بندیانو له خوشې کیدو سره د جرګې د هوکړې په صورت کې، د طالب بندیانو د خوشې کیدو درې ورځې وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې هم پیلیږي.