1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

لویه څارنوالي: په تیرو دوو کلونو کې ۶۰ لوړپوړي چارواکي د فساد په تور محکمه شوي

دادستانی-کل-1536x1024
25 Jun 2020

په داسې حال کې چې حکومت تل په ملي او نړیواله کچه د اداري فساد له لویو دوسیو سره د مبارزې په برخه کې په سلیقه يي چلند تورن شوی، خو لویه څارنوالي دې دوسیو ته د جدي رسیدنې او څیړنې په برخه کې د یو څیر چلند خبر کوي.

 

د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي رسنیو ته وویل چې په تیرو دوو کلونو کې، د وزیرانو، مرستیال وزیرانو او جنرالانو په کچه د حکومت ۶۰ لوړپوړي چارواکي د فساد په تور محکمه شوي دي.

د ښاغلي رسولي په وینا، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز جوړیدو سره، دا بنسټ توانیدلی چې په یو څیر دوسیې وڅیړي.

له بلې خوا د امریکا ځانګړې څیړونکي د افغانستان د روڼتیا له څار بنسټ سره په آنلاین ناسته کې، په افغانستان کې د فساد له شتون څخه اندیښنه ښودلې.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي پلټونکي همداراز حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې په کم کارۍ تورن کړی دی.

ښاغلي ساپکو روښانه کړې: د سیګار څیړنې ښيي چې له بده مرغه فساد د افغانستان حکومت په ټولو کچو کې شتون لري. د نړیوالو مرسته کوونکو له لورې غایبو پولیسو او سرتیرو د امتیاز له ورکړې نیولې، د امریکا د پوځ له سوند توکو پراخه غلا، دا ټول هغه بیلګې دي چې مونږ موندلې دي. له دې کبله له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همکاري باید د فساد پر وړاندې د مبارزې د اغیزمنو ګامونو د پلې کیدو په شرط و اوسي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر، اکرام افضلي په دې اړه ویلي: که څه هم د یو شمیر جنرالانو او معینانو دوسیې څیړل شوي، خو عدلي او قضايي بنسټونه د نه استقلالیت له کبله د فساد د لسګونو لویو دوسیو د په مهال او عادلانه څیړنې په برخه کې پاتې راغلي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د ډیرو ژمنو سره سره، د زورواکانو او سیاسي کسانو د محکمه کیدو له بهیر څخه ملاتړ ندی کړی.

په افغانستان کې د پراخ فساد د شتون له کبله په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې افغان ښاریانو او په ولسي جرګه کې د خلکو استازو تل حکومت او د روغتیا سکټور په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرسته شویو پیسو په بیځایه لګولو تورن کړي او په دې وروستیو کې د روغتیا وزارت یو کارکوونکی هم د ۸۰زره امریکايي ډالرو بډې اخیستلو په تور نیول شوی دی.