د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم پرون (څلورنۍ، زمري دیارلسمه)، د نږدې دوو میاشتو درملنې وروسته هیواد ته ستون شو.
ښاغلي دوستم په کابل کې په خبري ناسته کې په هیواد کې روانه جګړه یوه لویه چلوټه وبلله.
هغه ټینګار وکړ چې په کابل کې له پوځيانو او سیاستوالو سره ویني او وروسته د هیواد په شمال کې د جګړو ډګرونو ستنیږي.
مارشال دوستم د کورنیو اختلافونو پای د اوسنیو شرایطو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار بولي.
هغه د ټولیز بسیج غوښتونکی شو او هیښتیا یې ورکړه چې د مقاومت پرته، ډیر جنګیالي به له پاکستان څخه د افغانستان د جګړې لپاره راشي.
مارشال دوستم ظاهراْ له حکومت څخه ګیله هم لري؛ دی وایي چې په تیرو درییو میاشتو کې، حکومت د ده ځواکونو ته چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د جوزجان ولایت دفاع کوي، هیڅ راز مرسته نده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی؛ د سرچینو د ګزارش پر بنسټ، طالبانو د شبرغان د ښار د نیولو لپاره، تیره شپه د ښار تر یوې کیلومترۍ برید کړی.
د جوزجان د پولیسو مشر هم د دی پخلی وکړ چې دې ډلې تیره شپه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. ښاغلي ابوبکر وویل چې د دې ډلې بریدونه د امنیتي سرتیرو له لورې په شا تمبول شوي.
له بلې خوا، د تخار والي، عبدالله قرلق وایي چې طالبانو تیره شپه د تالقان ښار ته څیرمه خپل یرغلیز بریدونه ډیر کړي.
ښاغلی قرلق که څه هم د طالبانو د بریدونو د ماتې او په عملیاتو کې دې ډلې ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ، خو له حکومت څخه په دې ولایت کې له پوځیانو د هوایي ملاتړ غوښتونکی دی.
شمال او شمال ختیځ ولایتونه، په تیرو درییو میاشتو کې د تیرو ۲۰ کلونو په پرتله بې مخینې جګړې تجربه کوي.
د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د امنیتي ګواښونو د ډیریدو په لړ کې، نن هم د روسیې، اوزبیکستان او تاجیکستان ځانګړو ځواکونو، له افغانستان سره په پوله کې ګډ پوځي تمرین پیل کړی دی.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ په دې ګډ تمرین کې، ۱۵۰۰ پوځیان ګډون لري او همداراز چورلکې هم په سیمه کې د پلټنو په موخه الوتلي دي.