1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مارشال دوستم په جوزجان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې

QQQQQQQQ
06 Jun 2021

مارشال عبدالرشید دوستم چې امنیتي ځواکونو ته د سلا ورکونې په پار د جوزجان آقچې څلور ګونو ولسوالیو د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی یو ځل بیا یې د طالب جنګیالیو په ځپلو ټينګار کړی دی.

مارشال دوستم وايي چې طالب جنګیالي د امنیتي ځواکونو له نیولو وروسته وژني له همدې کبله امنیتي ځواکونه باید دوی په کره توګه موخه وګرځوي او له منځه یې ویسي.

په همدې حال کې د جوزجان والي وايي چې د جوزجان – مزارشریف پر لویه لار یو شمیر سیمې د طالبانو له شتونه چڼ شوي او تر نږدې راتلونکو ورځو به د آقچې لار هم د تګ راتګ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

له دوو اوونیو را په دې خوا د جوزجان – مزارشریف لویه لار د جګړې شاهده وه او په دې مهال کې د امنیتي ځواکونو څو پوستې هم د طالبانو لاسته لویدلې دي.