1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ماستر: د سولې د خبرو پایله به له ماتې سره مخ شي

مک-ماستر
22 Sep 2020

د امریکا د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار وایي چې طالبان په افغانستان کې د اسلامي خلافت د جوړولو هوډ لري او له دې ډلې سره به خبرې، له ماتې سره مخامخې شي.

 

د امریکا د ملي امنیت مخکیني سلاکار، مک ماسټر له یو اس ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د اسلامي خلافت د جوړولو په لټه دي.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې: مونږ دا اند رامنځته کړ چې طالبان کولای شي د سولې لپاره شریک و اوسي، په رښتیا هغوی په افغانستان کې د یوه اسلامي خلافت د جوړولو هوډ لري- ترڅو هغه بنسټ کړي او ځان ته لا پراختیا ورکړي. د دې کار د ترسره کولو لپاره، هغوی له نورو ترهګریزو ډلو سره د همزیستۍ یو سیسټم جوړ کړی دی.

ماستر ویلي: هغوی (طالبان، کسان، سرچینې، روزنه او ایدیولوژۍ د یوه بل ترمنځ شریکوي. هغه ایدیولوژي چې د بېګناه وکړو پر وړاندې تاوتریخوالی توجیه کوي.

دا مخکینی امریکایي چارواکی له دې ډلې سره د سولې د خبرو د بریالیتوب اړوند هم نهیلی دی.

هغه همداراز وویل: د دې خبرو پایله به په پای کې ماته وخوري. ځکه طالبان خپل اصلي ماهیت ښايي. هغوی به د دې وس هم ونلري چې ځان سره مرسته وکړي. دا ډله چې څه غواړي ترسره کوي یې. هغوی د خپلو موخو د ماهیت اړوند ځینې مونږ غولوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د دوحې خبرې دولسمې ورځې ته غځیدلې دي؛ خو دواړه لوري تراوسه د خبرو د کړنچارې اړوند وروستۍ هوکړې ته ندي رسیدلي. که څه هم د افغانستان دولت پلاوي په دې برخه کې د ښو پرمختګونو خبر کړې ده؛ خو له دوحې څخه یو شمیر سرچینې وایي، تراوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.