د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د سولې په خبرو کې پرمختګونو ته ګوتڅنډنې سره ویلي چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې دې لوی فرصت ته تاوان ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د درې نۍ په ورځ (د کب ۶/فبرورۍ ۲۵) په یوې خبري ناسته کې وویل: “د یوه لوی سیاسي فرصت په درشل کې یوو او هیڅ کوچنۍ ډلې ته چې باور لري دا بهیر کمزوری کولای شي، اجازه ورنکړو. ډیر شمیر دا ډلې هڅه لري، هغه څه چې مو ترلاسه کړي دي، ورته تاوان ورسوي. اجازه به ورنکړو چې داشان وشي. “
ښاغلي پامپیو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ، په تیرو دوو لسیزو کې بیسارې ده او که دا اوونۍ په بریالیتوب سره پایته ورسیږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به د ملي یووالي د حکومت په همغږۍ د راتلونکې اوونۍ د پیلنۍ په ورځ لاسلیک شي.
په همدې حال کې ډونالډ ټرامپ په هند کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “واشنګټن او د طالبانو ډله، په افغانستان کې د جګړې رسمي پایته رسیدو په برخه کې د یو هوکړه لیک د لاسلیک لپاره، ډیر نږدې شوي او وبه ګورو چې څه کیږي. خلک ډیر خوشحاله دي، حتې هغو کسان چې ۹۹.۹ سلنه زما مخالف وو. مونږ ۱۹ کاله په جګړه کې وو او خلک د دې ورځې غوښتونکي وو.”
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل هیواد د پوځي سرتیرو پر کمیدو ټینګار کړی او ویلي چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې د پولیسو دنده نشي ترسره کولای او زیاته یې کړه چې لومړی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر به، ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه شي.
ښاغلي ټرامپ زیاته کړه چې په افغانستان کې د خپل هیواد استخباراتي حضور ساتي او سیمه به تر څار لاندې ولري.
له بلې خوا ښاغلي پامپیو ویلي چې طالبان باید له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو د شلولو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ و اوسي او پرې عمل وکړي. هغه وویل: مونږ له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو په برخه کې ملزم نه یوو، خو دا چې طالبان د دې معاملې ټولې برخې ( د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک) عملي کړي.”