1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محب:افغانستان لا هم د ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخ دی

Mohib
14 Sep 2019

د ملي امنیت د شورا سلاکار وایې د طالبانو تر څنګ ډیری نورې ترهګریزې ډلې د افغانستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته ګواښ دي.

 

د هیواد دملی امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب له سی بی اس شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان مې شته ګواشونه به نور هیوادونه هم زیانمن کړي.

ښاغلي محب همدا شان هیښتیا ورکړې ده چې افغانستان لا هم د ترهګریزو ډلو له جدي ګواښ سره مخ دی او له دې هیواد څخه د امریکا په بیړې وتلو سره به دا ګواښ امریکا او د دې هیواد ملګري هیوادونو ته هم ورسیږي.

د ملي امنیت د شورا سلاکار زیاته کړه:په دې آند یم چې دواړو هیوادونو په دې برخه کې پانګه اچونه کړې ده او له افغانستان څخه په بیړې وتل به د دې دو هیوادونو په ګټه نه وي،زمونږ امنیتي ځواکونه لاهم د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري،مونږ هوایې ملاتړ،څارنیز سیسټم او پرمختللي استخباراتو ته اړتیا لرو او اوس مهال په دې برخو کې هومره ځواکمن شوي نه یوو،زمونږ په آند لاهم ګواښ شتون لري،نه یوازی زمونږ پر وړاندی بلکه د امریکا او د دې هیواد د ملګرو هیوادونو پر وړاندې هم ګواښتونه شتون لري،هغه څه چې مونږ یې په واک کې لرو د خپلې دفاع لپاره یې کاروو.

له بلې خوا د کورنیو چارو د وزارت ستر امنیتي چارواکی خوشحال سادات بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې پاتی شونې لاهم شتون لري او ترهګریزو ډلو د نړۍ لپاره جدی ګواښ پیښ کړی دی.

ښاغلی سادات وویل:په افغانستان کې د امریکا شتون د دواړو هیوادونو په ګټه ده،د دې هیواد په یوشمیر برخو کې د القاعدې شبکې پاتی شونې شتون لري،داعش هم راپیدا شوې ده او تاسي وینۍ چې له نړۍ سره په اړیکه کې ده.

په ښارونو کې د نا امنیو زیاتوالی او پراخو ترهګریزو بریدونو په افغانستان کې دننه جدي انديښنې راولاړې کړې دي.

 

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني په خپله نننۍ ناسته کې(پیلنۍ/شنبه د وږې/سنبلې ۲۳ مه د سپټمبر ۱۴مه) د هیواد په بیلابیلو برخو کې د نا امنیو له زیاتوالي اندیښنه وکړه،هغه له حکومت او امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د اوسني وضعیت پای لپاره باید یوه حل لاره ولټوي.

مخکې له دې هم یوشمیر سیاسي کارپوهانو ویلي وو چې د سولې د خبرو اترو دریدل د هیواد په ګټه نه ده او د افغانستان حکومت او امریکا باید د افغانستان د نا امنیو پای لپاره له طالبانو سره خبرې اترې له سره پیل کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي