1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محب: حکومت په اوسني نظام کې د طالبانو د شاملولو په هڅه دی

ی
06 Dec 2020

د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، چې د داسې نظام د جوړیدو اټکل شته چې په هغه کې د افغانستان ټول خلک خپل ځان وویني.

 

د سولې په بهیر کې نوې پرمختګونو او د خبرو اترو د آجنډا پر جوړښت د دواړو لوریو نږدې کیدو وروسته، اوس په سیاسي نظام کې د طالبانو ډلې پر ګډون او یا هم د سیاسي نظام پر سر د دواړو لوریو د هوکړې د څرنګوالي اړوند ګونګوسې ډيرې شوې دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار چې په بحرین کې “د منځني ختیځ د ستونزو حل” په نوم ناسته کې وینا کوله دې سکالې ته یې ګوتڅنډنه وکړه. هغه د داسي یوه نظام له اټکلیز جوړښته خبر کړې چې ټولې ډلې به په کې ښکیلې وي.

ښاغلي محب وویل: د دې جګړې وروستۍ او تر ټولو مهمه برخه یوه سیاسي حل لاره ده چې نن مونږ ټول پرې ځیرنه لرو.  موخه د سولې هغه بهیر دی چې د افغانستان حکومت پرې له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دی. په حکومت کې د طالبانو د شاملیدو لپاره د یوې سیاسي حل لارې موندل دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار پر دوام وویل: شونې ده یو داسې نظام به جوړ کړو چې د افغانستان ټول وګړي په کې شامل وي او لیدلوري یې هم د دې نظام په څوکاټ کې وړاندې شي.

اوس مهال د حکومت او طالبانو استازي د اصلي خبرو اترو آجنډا جوړښت لپاره په خبرو اترو بوخت دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري په دې تړاو وایي چې د دواړو لوریو پلاويو، تیره ورځ او نن (یوه نۍ)، دوه ځلي په دې تړاو سره ناستې لرلي دي.

د افغانستان دولت مرکچي پلاوي غړیو همداراز ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ ناستې به، د خبرو د اصلي اجنډا د جوړولو په موخه روانې وي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي په هغو ناستو کې چې د آجنډا ټاکلو لپاره ترسره کیږي، د اوربند او راتلونکي سیاسي نظام پر څرنګوالي به په کې بحث وشي.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سیداسحاق ګیلاني په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: طالبانو تل ویلي که حکومت اوربند غواړي، نو لومړی باید منځمهاله حکومت جوړ کړي. دا یوه لویه لانجه ده.

له دې ټولو سره، د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړی استازی د افغانستان د سولې لپاره په خپلو سیمه ییزو سفرونو بوخت دی.

هغه چې اوسمهال په دوحه کې دی، پیلنۍ شپه یې په دې  ښار کې د طالبانو له مشرانو سره لیدنه درلودلې.

 طالبانو د دې لیدنې منځټکی د پاتې بندیانو خوشې کیدنه، له تور نوملړ څخه د دې ډلې د یوشمیر مشرانو لیرې کیدل او د افغانانو ترمنځ خبرو اړوند سکالې ویلي دي.