1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محب: د امریکا د طرحې ځیرنه د واک پر ویش ده

محب-1536x1024
07 Mar 2021

د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، د امریکا له لورې هغه طرحه چې د افغانستان له حکومت او سیاستوالو سره شریکه شوې، هغه جوړښت دی چې امنیتي ستونزې هوارې شي.

 

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب نن (یوه نۍ، کب اولسمه)، وویل هغه طرحه چې له سیاسیونو او د افغانستان له حکومت سره شریکه شوې، د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره یو مورد دی.

هغه چې له خبریالانو سره په خبري ناسته کې وینا کوله، ټینګار یې وکړ چې دا طرحه “جوړښتي” ده او ځیرنه یې د “واک پر ویش” دی.

ښاغلي محب زیاته کړه: “دا د امریکا د حکومت طرحه نده؛ د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره یو لیدلوری دی چې پرې فکر وشي.”

د ملي امنیت شورا سلاکار که څه هم وویل، د حکومت ځیرنه سولې ته ده، خو ویې ویل چې حکومت له طالبانو سره په نوور کچو کې هم مخالفت لري. هغه زیاته کړه: حکومت ډیرۍ سولې ته ځیرنه لري. ستونزه که جوړښتي وي، مونږ خبرو ته چمتو یوو. خو نور اختلافي موارد هم شته دي.

د ښاغلي محب په وینا، د حکومت او طالبانو ترمنځ پر جمهوریت او امارت، د دولت بهرني سیاست او له پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو، د کورنۍ حکومتولۍ څرنګوالي او طالبانو امارت غوښتنې په تړاو د نظر توپیر، د دواړو لوریو ترمنځ نور اختلافي موارد دي.

حمدالله محب وویل چې اوس مهال د جمهوریت او امارت پلاوي په دوحه کې په هڅو بوخت دي او حکومت په هر بل ځای کې هم خبرو ته چمتو دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار، د خپلو خبرو په یوې څنډه کې، د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه هم مهمه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره، باید له اسلام آباد سره هم هوکړه وکړي.

په را روان پسرلي کې د جګړې ډیریدل

به یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د ګومارنو او په را روان کال کې د جګړې لباره د دې ډلې د چمتووالي اړوند د ګزارشونو د خپریدو په لړ کې، د کورنیو چارو وزیر د سترو امنیتي چارواکو په اوونیزه ناسته کې د دی پخلی وکړ چې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

مسعود اندرابي بیا د امنیتي سرتیرو د چمتووالي خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د بریدونو د ترسره کیدو او د جګړې لپاره د طالبانو ډلې برنامې به، له ماتې سره مخامخ شي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل هم په دې ناسته کې وویل چې طالبانو د جګړې لپاره ناسمه محاسبه کړې ده. ښاغلي میاخیل زیاته کړه چې امنیتي سرتیري له سولې سره هم مهاله، د جګړې لپاره هم چمتووالی نیسي.

د جګړو د ډیریدو ترڅنګ، تاوتریخوالی او په ځانګړې توګه د چاودنو ډیریدل په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې د ډیریدو لامل بلل کیږي او د ملګرو ملتونو سازمان د وروستي ګزارش پر بنسټ، په روان کال کې له داشان پيښو مرګ ژوبله، نږدې دیرش سلنه ډیره شوې ده.

خو د ملي امنیت شورا سلاکار په دې ناسته کې، په تیرو دوو اوونیو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د تاوتریخوالي د ۶۶ سنله کموالي خبر ورکړ.

ستر حکومتي چارواکي په داسې حال کې په را روان پسرلي کې د طالبانو ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي بنستونو د بشبړ چمتووالي خبر ورکوي چې پوځیان خونړۍ شپې او ورځې لري او د اطلاعاتو پر بنسټ، په تیرو ۴۸ ګړیو کې، له څلویښتو ډیرو امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.