| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
محب: د ترکیې ناستې د اجنډا او ترسره کیدو مهال اړوند خبرې روانې دي
03 Apr 2021
د ملي امنیت شورا سلاکار وایي چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې د طالبانو او امریکاییانو له استازو سره د استانبول ناستې د اجنډا، ګډونوالو او ترسره کیدو نیټې اړوند د خبرو په حال کې دی.
حمدالله محب چې نن (پیلنۍ، وري څوارلسمه)، د سترو امنیتي چارواکو د اونیزې ناستې په پای کې خبري ناستې ته وینا کوله، ویې ویل چې حکومت د استانبول په ناسته کې ګډون لپاره چمتو دی او د ترسره کیدو د څرنګوالي اړوند یې خبرې روانې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان دولت مرکچي پلاوی اوس مهال د ترکیې ناستې د اجنډا، ګډون کوونکي پلاوي او د ترسره کیدو د مهال اړوند د امریکا او طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت دی.
ښاغلي محب همداراز وویل چې سبا به د ملي روغې جوړې په لویه شورا کې د امریکا د طرحې اړوند د حکومت د لیدلوري د یووالي په موخه، یوه ناسته ترسره شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار هیله مندي وښوده چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ترکیې د ناستې په تړاو جزییات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر رسنیو ګزارش ورکړی چې د استانبول ناسته به د روانې زیږدیځې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي او تمه ده دا خبرې د لسو ورځو لپاره دوام ولري.

حمدالله محب همداراز په نننۍ ناسته کې یو ځل بیا وویل چې د تیرو د تراخې تجربې په ګټنې، حکومت د لنډمهالي حکومت مخالف او د ژرمهاله ټاکنو د ترسره کیدو لپاره چمتو دی چې ولسمشر غني به په دی ټاکنو کې نوماند نه وي.
هغه د دې په ویلو سره چې اوسنی حکومت د خلکو په رایو ټاکل شوی، زیاته کړه: “دی حکومت لپاره خلکو رایه ورکړې. اوس که د خلکو د رایو پر بنسټ یو حکومت جوړ شي، سمه ده؛ خو حکومت دا حق نلري چې څلویښت کسانو ته د خلکو پریکړه ورکړی.”
ښاغلي محب د خپلو خبرو په یوې څنډه کې وویل چې طالبان سولې ته ژمنتیا نلري او دا ډله هڅه لري چې د زور په ګټنې، حکومت ترلاسه کړي.
حکومت تل طالبان د ژمنې په نه ساتلو او د دوحې د هوکړه لیک او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د کمیدو اړوند په ژمن ماتونې تورن کړي؛ طالبانو بیا پر وړاندې دې هوکړه لیک ته ځان ژمن بللی دی.
