د ملي امنیت شورا سلاکار وایي چې دولت چمتو دی چې د هیواد په هره برخه چې طالبان چمتو وي، خبرې ترسره کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب اعلان کړی چې د سولې د خبرو دوام دې په هیواد کې وشي.
ښاغلي محب په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: تجربې ښودلې چې له هیواده بهر سوله، د بهرني حالت له کبله اغیزمنه وي او د هیواد په ګټه نده تمامه شوې.
هغه ویلي چې دولت چمتو دی د طالبانو په خوښه د هیواد په هره سیمه کې چې دا ډله وغواړي، د مخامخو خبرو زمینه برابره کړي.
له دې سره هم مهاله، د ولسمشر دویم مرستیال، طالبان په تیرو درییو میاشتو کې د تاوتریخوالي په ډیرولو تورنوي.
محمد سرور دانش وویل تر هغه چې اوربند ونشي، خبرې به پرمختګ ونلري.
طالبانو تراوسه د حکومت د دې دوو لوړپوړو چارواکو د څرګندونو اړوند څه ندي ویلي.
په همدې حال کې، سرچینو د دې پخلی کړی چې د دوحې خبرې د درییو اوونیو لپاره درول کیږي او د افغانستان دولت هم د دې اوونۍ په لړ کې کابل ته ستنیږي. تراوسه رسمي سرچینو د دې پخلی ندی کړی.
د افغانستان د هوکړې او ولسواکۍ ګوند مشر، احمدشاهین د سولې د روان بهیر په تړاو وویل: په ټوله کې د سولې بهیر په همدې لیکه فعاله دی او د سولې په تړاو راتلونکی سیاست هم په دې خط کې دوام مومي. امریکا هڅه لري چې د خپلو پوځیانو شمیر کمولو سره، مسوولیتونه ډیر په خپلو ملګریو پریږدي.
په دې وروستیو کې د اوزبیکستان او هند مشرانو هم په یوې مجازي نړۍ کې د خبرو له لارې د افغانستان د کړکیچ د هواري اړوند ټینګار کړی دی.
د اوزبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف په دې ناسته کې ویلي چې تاشکنت د ګواښونو او ستونزو پر وړاندې د مبارزې اړوند نږدې همکاري لري او په افغانستان کې د بیړنۍ سیاسي حل لارې غوښتونکی دی.
د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي هم په دې تړاو ویلي: د افغانستان د سولې بهیر باید په دې هیواد کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي. مونږ هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یوه بهیر ته اړتیا لری.
له دې ټولو سره، د مرکچي ډلو لوریو تیره اوونۍ د ناستو د ترسره کیدو په کړنلارې هوکړه وکړه او یو بل ته یې څو پاڼهییز وړاندیځونه هم وسپارل.