د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب په نوي ډهلي کې د رایزینا په پنځمې نړیوالې ناسته کې، د افغانستان د سولې اړوند طالبانو ته هیښتیا ورکړه.
ښاغلي محب وویل:” د افغانستان خلک او حکومت د سولې خبرو اترو ته چمتو دي،خو که چیری تاسو د سولې خبرې اترې رد کړۍ،د افغانستان د ملت له پیاوړي ځواک پر وړاندې چمتو اوسئ.”
حمدالله محب زیاته کړه:” د دې ترڅنګ چې د سولې لپاره پرانستې غیږ لرو،مونږ له تاوتریخوالي سره مبارزې لپاره همدا شان بشپړ چمتوالي ته ژمن یو.تاوتریخوالي او ترهګرۍ به هیڅ کله بریالي نشي.د افغانستان خلک یې پر وړاندې په جدیت سره دریږي.د افغانستان امنیتي ځواکونو دا ژمنه ښودلې ده.دوی زمونږ مخالفینو پر وړاندې مقابلې لپاره بشپړ چمتو والی لري.”
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار د خپلو ویناو په بله برخه کې وویل.” زمونږ د خلکو لپاره سوله د تاوتریخوالي د پای په معنا ده.تاوتریخوالی او ترهګرۍ په افغانستان کې ځای نه لری خو سوله او ولسواکي لومړۍ خبر کوي.اوربند کولای شي د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړې.ځکه افغانستان خلک یې غوښتونکي دي.”
د ملي امنیت د شورا سلاکار ټینګار وکړ چې د سولې په برخه کې د افغانستان د هڅو چټکوالی سره،کابل د تلپاتې سولې لپاره د سیمې د هیوادونو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
حمدالله محب په خپلو ویناو کې همدا شان له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو کړنې او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه:” په څو وروستیو میاشتو کې زمونږ زړه ورو امنیتي ځواکونو په ټول افغانستان کې خپل عملیات په بریا سره ترسره کړل.دښمن ته یې ماته ورکړه او یو شمیر سیمې یې د هغوي له شتونه چڼ کړې دي.هغوي اته ولسوالۍ د دښمن له کنټرول څخه بهر کړې دي او د دښمن لپاره یې شرایط ستونزمن کړي دي.زمونږ ځواکونو په ختیځو ولایتونو کې داعش ډله له منځه وړې ده.زمونږ د امنیتي ځواکونو د فشارونو په پایله کې ۶۰۰ داعش جګړه مار تسلیم شوي او اډې یې هم لمنځه وړل شوې دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي