د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي که طالبان همداراز فکر کوي چې کولای شي په زور واک ته ورسیږي، د افغانستان لپاره به جدي پایلې له ځانه سره ولري.
حمدالله محب له ریانویستي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو اقداماتو وښودله چې دا ډله د سولې لپاره حسن نیت نلري.
هغه د دې په ویلو سره چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو د بهر تلو سمه لار، د اوربند اړوند هوکړه او د خبرو د میز تر شا کښیناستل دي، زیاته کړه: :”جګړې ته تلل تیروتنه ده. د خبرو لپاره هڅې روانې دي او زمونږ دریځ تل همدا دی. که د خبرو له لارې د مسئلې د هواري شونتیا شته وي، نو ولې د افغانانو وژنه دوام ومومي؟ ولې د افغانستان د توکو ورانول دوام ولري؟ ولی د تاوتریخوالي دوام چې د فقر حالت لا بدوي؟ د خلکو رنځ لا ډیروي او هغوی د خپلو کرونو پرې ایښودو ته اړ باسي. تر ټولو غوره لار د یوه بل ترڅنګ راټولیدل دي.”
محب پر دوام وویل: “سږکال مو تمه لرله چې طالبان خبرې پیل کړي. ټولې نړۍ او سیمې همدا تمه لرله. خو له بده مرغه طالبانو د هیڅ هیښتیا پرته خپل یرغلیز بریدونه پیل کړل چې دې سکالې د خلکو په ژوند اغیزه وکړه. هغوی په ښوونځیو او پوځي اډو بریدونه کوي، پلونه الوزوي او ټولیز بنسټونه هم ویجاړوي. دا د اندیښنې وړ ده.”
د ملي امنیت شورا سلاکار یو ځل بیا هیله وښوده چې “طالبان له حکومت سره د خبرو میز ته ستانه شي او له حکومت سره په یوې سوله ییزې حل لارې ته ورسیږي.”
هغه د خپلو خبرو په یوې بلې برخه کې وویل چې داعش، طالبان او القاعده شبکه په یوازې عمل نه کوي او دا ډلې سره تعامل لري.
هغه یاده کړه: “د هغوی بستر او سرچینې یو دي. هغوی د نویو غړو د منلو لپاره له ګډو اډو ګټنه کوي او ګډې ایډیالوژۍ لري او ترې د عملیاتو لپاره ګټنه کوي. زه فکر کوم چې مهمه ده په نوم کې ښکیل نه شو.”
د ملي امنیت شورا سلاکار پر دوام وویل: “ټولې دا ډلې ګډ لیدلوری لري. هغوی، هغه سخت دریځي او ملیشې دي چې د خپلو اصولو له مخې جګړه کوي. باید خپله کړنچاره پراخه کړو او ځان د نومونو صندوق ته دننه نکړو. دویم دا چې مونږ باید اطلاعات سره شریک کړو چې وکولای شو له نورو هیوادونو سره همکارۍ وکړو او له دې ګواښونو او ورسره د مبارزې د څرنګوالي اړوند سم درک ولرو.”
حمدالله محب له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل: “له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو زمونږ لپاره فرصت رامنځته کړی چې له دې لارې له سیمې سره همکارۍ ډیرې کړو.”
هغه زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو د شاتګ لپاره هغه وروستی مهال چې ورته چمتو وو، د ۲۰۲۴ کال وو. په دې موده کې باید ټول فني کارونه مو تنظیم کړی وی چې وکولای شو په کابل کې امن نړیوال ډګر وساتو. مثلاْ د هغو کسانو روزنه چې هوایي ټرافیک کنټرولوي. خو اوس مهال ډیرۍ مسائل ناحله پاتې دي.”