1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محقق: د ټاکنو د پایلې اعلان د سولې بهیر ګډوډ کړ

محقق
22 Feb 2020

د اجرایي ریاست دویم مرستیال وایي چې د ټاکنو د پایلې اعلان، د ملي یووالي او د سولې د بهیر د ګډوډۍ لامل وګرځيد.

د اجرایي ریاست دویم مرستیال، محمد محقق، چې نن (پیلنۍ، د کب درییمه/فبرورۍ ۲۲)، په بلخ ولایت کې د خپلو پلویانو ترمنځ خبرې کولې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ یې د ټول شموله حکومت له اعلانه ملاتړ وکړ.

ښاغلی محقق د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شوې پایلې، له درغلیو ډکې بولي او ټینګار کوي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکن‌ډلې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره معامله کړې او د ټاکنو وروستۍ پایلې یې بدلې کړې دي.

هغه زیاته کړه: مونږ له شخصي بودیجې په ټاکنو کې کمپاین وکړ، خو هغو بیت المال لوټ کړ… کمیسیون یې وپیره او د رایو پایله یې بدله کړه.

د اجرایي ریاست دویم مرستیال، د دې په ویلو سره چې د ټاکنو د بایلې اعلان د خلکو ترمنځ د یووالي د لمنځه تلو لامل شوی، زیاته یې کړه: د ټاکنو دروغو پایلې اعلان دوه کاره وکړه؛ لومړی د افغانستان ملي یووالی او بل د افغانستان د سولې بهیر یې ګډوډ کړ.

محقق پر دوام وویل چې “طالبان هیڅ کله هم د غني له حکومت سره سوله نه کوي.”

ښاغلی محقق پر دې ټینګار سره چې سیاسي ګوندونه محمد اشرف غني نه مني، زیاتوي: له نړیوالې ټولنې، امریکا او اروپایي ټولنې زمونږ غوښتنه دا ده چې یو بل کس راول ؛ که مونږ پریږدۍ، زمونږ ټاکنه عبدالله عبدالله دی.

هغه همداشان ګوتڅنډنه وکړه چې د هیواد سیاسي مشران، د ټاکنو د پایلې مخالفه دي او په دې اړه به په خپل دریځ ولاړ وي.

له بلې خوا، د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې مرستیالانو په دې ناسته کې په ځینو حکومتي څوکیو کې د بدلون راوستلو خبر ورکړ.

آرزو نیوز

ژباړن: شمس الرحمن خپلواک