| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
محقق: د چاودنو عاملین په بډې یا د حکومت په رحمت خوشې کیږي
02 Jun 2021
محمد محقق د بدلون پاڅون د شهیدانو په څلورم تلین کې، د ترهګریزو بریدونو له ډیریدو اندیښنې ښودلو سره وویل چې د چاودنو د ډیریو پيښو عاملین، د نیولو وروسته یا په بډې یا د حکومت په رحمت خوشې کیږي.
په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار چې نن (څلورنۍ، غبرګولي دولسمه)، په کابل کې د بدلون پاڅون د غورځنګ د شهیدانو د تلین په څلورمه کلیزه کې وینا کوله، له حکومت څخه یې په افغانستان کې د جنایتونو عاملینو ته د رسیدنې غوښتنه وکړه.
هغه په کابل کې مرګونو چاودنو ته ګوتڅنډنې سره وویل: لا هم د سیدالشهدا ښوونځي د وینو ویاله جاري ده، عاملین یې باید په اعدام محکوم شي.
د افغانستان خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، هغه څه چې له سزا د بښنې د دود دوام وباله، نیوکه وکړه او ویې ویل: څوک ملکي وګړي وژني؟ هماغه کسان چې ډاډمن دي یا په بډې یا د حکومت په رحمت خوشې کیږي.
محمد محقق پر دوام وویل: له مونږ سلګونه تنه شهیدیږي، یوازې د هغو کورنیو ته لنډه رسیدنه او په فیسبوکونو کې یوه همدرددي کیږي، خو مقابل لوری چې دا کار کوي، زرګونه زرګونه کسان له سلګونو درنو جرمونو سره خوشې کیږي، ټینګار هم لري چې زرګونه زرګونه نور هم خوشې کړئ.

د دې پیښې د قربانیانو کورنۍ هم په دې ناسته کې، د بدلون پاڅون د غورځنګ د ځوانانو د موخه ګرځیدو دوسیې ته په نه رسیدنې نیوکه لري.
د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال ځوی، سالم ایزدیار د دې پيښې له قربانیانو څخه وو؛ محمدعلم ایزدیار په هغه څه چې د دې پيښې د عاملینو د محاکمه کیدو لپاره مهال وژنه وبلله د نیوکې ترڅنګ، حکومت یې د سیاسي تکل په نه لرلو تورن کړ.
هغه وویل: مهال وژنه بس او انتظار هم بس دی… د افغانستان د خلکو او د شهیدانو د کورنیو د صبر کاسه نسکوره شوې، غوښتنه یې دا ده چې د دې پيښې عاملین محاکمه شي.
د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار هم په دې ناسته کې د بدلون پاڅون د غورځنګ د پيښې د عاملینو په نه محاکمه کیدو نیوکه وکړه.
له دې سره هم مهاله، د بدلون پاڅون د قربانیانو کورنۍ، هیښتیا ورکوي که حکومت د دوی غوښتنې ته پاملرنه ونکړي، مدني نافرماني به وکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته هم شکایت کوي.
څلور کاله مخکې، کله چې په زنبق څلورلاري کې له چاودیدونکو توکو ډک ټانکر چاودنې د ۱۴۰ تنو ژوند واخیست او څلورسوه تنه یې ټپيان کړل؛ یو شمیر ځوانانو مدني اعتراض وکړ، خو د اعتراضونو د تاوتریخجن کیدو وروسته، امنیتي سرتیرو پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې په پایله کې یې پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړ او یوولس تنه ټپيان شول. وروسته له هغه د سالم ایزدیار د خښولو په مراسمو کې هم درې ځانمرګي بریدونه وشول چې ۹ تنه یې ووژل او ۲۰۰ تنه یې ټپيان کړل.
