په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد محقق وایي که له طالبانو سره د جمهوریت د پلاوي خبرې مثبته پایله ونلري، افغانستان به د کورنۍ جګړې شاهد وګرځي او هیواد به له کړکیچ سره مخامخ شي.
د افغانستان خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، چې نن (پنځنۍ، چنګاښ څلورویشتمه)، د پایښت لرونکې سولې په سمپوزیم کې وینا کوله، ویې ویل د سولې لپاره باید کار وشي.
محقق د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې وویل چې د هیواد په ځینو کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو، دا ډله په دې سوچ کړې چې د سولې خبرې له پامه وغورځوي.
د ښاغلي محقق دا څرګندونې په داسې حالاتو کې مطرح کیږي چې تمه ده د افغانستان یو نوی پلاوی، له طالبانو سره د خبرو لپاره راتلونکو ورځو کې قطر ته ولاړ شي.
د ولسمشر سلاکار هم وویل چې په دوحه کې د دې ناستې وروسته، د افغانستان د سکالو د هواري لپاره په اسلام آباد کې هم ناسته ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه، که په دې ناستو کې پایله ترلاسه نشي او دواړه لوري د جګړې لار پر مخ ونیسي، افغانستان به له کړکیچ سره مخامخ او د کورنۍ ویرانوونکې جګړې بل پړاو سره به مخامخ شي.
ښاغلي محقق یو ځل بیا د زور له لارې د طالبانو بریا ناشونې وبلله.
له دې سره هم مهاله، د افغانستان دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړي، نادر نادري وویل چې طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې سختې غوښتنې کړې دي.
د هغه په وینا دا ډله د اوو زرو بندیانو د خوشې کیدو او د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو د لرې کیدو غوښتونکې ده.
نادري وویل چې تراوسه د اوربند او لنډمهالي حکومت بحث په رسمي توګه ندی بیان شوی، خو د طالبانو د پلاوي یو شمیر غړو دا سکاله مطرح کړې ده.