| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
محمداشرف غني: نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله کیږي افغانستان له سولې بې برخې کړی
28 Feb 2021
ولسمشرغني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په ویاړ مراسمو کې په خپلو ویناو کې وویل نړیوالې ټولنې څلویښت کاله کیږي چې افغانستان له سولې بې برخې کړی او دا د منلو نه ده.
د کب نهمه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې څخه پرون ( پیلنۍ،کب ۹مه) په ملي دفاع وزارت کې نمانځنه وشوه.
په دې مراسمو کې ولسمشر غني وویل: “ څلویښت کاله کیږي چې نړیوالې ټولنې یو ملت له یو لوی تاریخ،روښانه تمدن او سرلوړې ولس له خپل بنسټیز حق څخه \ې سوله ده بې برخې کړی او دا د منلو نه ده او مونږ با عزته سوله غواړو او راتلونکې دي.”
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې دا سکاله یې څو موده مخکې د ملګرو ملتونو بشرحقونو د شورا په شپږڅلویښتمې ناسته کې هم مطرح کړې ده.
هغه د سولې لپاره سمې فضار رامنځته کیدو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ونډې ته په ګوتڅنډنې سره وویل چې: “ هغه جګړه چې نن زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کیږي، له انسانیت،عدالت او حقانیت سره په ټکر کې ده او د اسلام له سپیڅلي دین سره تړاو نه لري”.
ولسمشرغني همدا راز وویل چې جګړه حل لاره نه ده، بلکې اتلولي،ژمنه او جرئت په سوله کې دی.

ښاغلي غني امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: ستاسې اتلولي،سرښیندنه او ځواک هره ورځ د نړۍ د مشرانو له له لوري ستایل کیږي او تاسې نه یوازې د افغانستان خپلواکي، بلکې د نړۍ له امنیت څخه ساتنه کوئ.
هغه د خپلو ویناو پر دوام وویل: ستاسو په څيره کې د افغانستان واحد ولس،ټیکاو، هوساینه او سوله وینم او له ستاسې او ستاسو له اتلولۍ پرته به نن د سیاست ډګر بل ډول وو.
ولسمشر غني د خپلو ویناو په لړ کې همدا شان وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې د شهید شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو لپاره، کورجوړونه پیلیږي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمودمیاخیل په دې مراسمو کې وویل چې امنیتي ځواکونه د پسرلنۍ جګړې لپاره بشپړ چمتو والی لري.
هغه ټینګار وکړ چې اوسمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د تجهیزاتو، مشرۍ او همغږۍ له اړخه په ښه دریځ کې دي.
