1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محمد اشرف غني ته د ولسمشرۍ د باورلیک ورکړه

هدیه
20 Feb 2020

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څلورنۍ په ماښام ( د سلواغې ۳۰ / فبرورۍ ۱۹ ) محمد اشرف غني او مرستیالانو ته یې د بریالي ټیم په توګه، د ولسمشرۍ باورلیک ورکړ.

ولسمشر غني د ټاکنیزې وثیقې د ترلاسه کولو په مراسم کې د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړو مننه وکړه او ویې ویل چې د ټاکنو په بهیر کې یې هیڅ لاسوهنه نده کړې او د وروستیو پایلو د اعلان د مهال په اړه هم خبر نه وو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني په دې ناسته کې ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنې په ډیر سخت حالت او د هیواد د قوانینو او د ټاکنو د قانون پر بنسټ ترسره شوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو څخه د دوو ورځو په تیریدو سره، په بهرنیو چارو کې د اروپایي ټولنې لوی استازي په یوه تلیفوني اړیکه کې، په ټاکنو کې د محمد اشرف غني د بریا مبارکي ورکړه.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ، د ټاکنو د پایلو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې دا سازمان د افغانستان له راتلونکي حکومت سره مرستو ته چمتو دی.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو یو شمیر نوماندان او په تیره بیا عبدالله عبدالله، د ټاکنو وروستۍ پایلې نه مني او هغه له درغلیو ډکې بولي.

ژباړه: نجلا مایار