1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محمد داوود لغماني د غزني نوی والي وټاکل شو

192233993_3893448477434367_3988163918704303087_n-1536x1023
29 May 2021

محمد داوود لغماني د غزني د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمد داوود لغماني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړانډیز او او ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ د غزني نوی والي ټاکل شوی او نن د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د دفتر مشر سمیع الدین حقمل له لوري د غزني اوسیدونکو او سیمه ییز پازوال ته ور وپيژندل شوی او په خپله دنده یې پیل کړی دی.

داوود لغماني نږدې دوه میاشتې مخکې د فاریاب د والي په توګه وپیژندل شو خو د دې ولایت د اوسیدونکو د اعتراض له کبله ښاغلی لغماني له دندې لیري او پر ځای یې د دې ولایت مالي او اداري مرستیال د واکپال په توګه وګمارل شو.