د اجرایې ریاست دویم مرستیال د حکومت وروستیو اقدامونو په غبرګون کې وایې چې که چیري اوسنی حالت دوام ومومي،ولسمشریز نوماندان او سیاسي ګوندونه به ټاکنې تحریم او حتی میلوني لاریونونه به په لاره واچوي.
ښاغلي محقق په بلخ کې له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د حکومت وروستۍ ګمارنې د ولسمشریزو ټاکنو کې د معاملو پر بنسټ ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه چې د ټاکنو پرمهال د ولسمشرد واکونو د محدیدو پر ځای،حکومت په تیره بیا ولسمشرغني له خپلو واکونو څخه ګټه پورته کوي.
د اجرایې ریاست دویم مرستیال وویل:په یوه ورځ څو سفیران او څو وزیران ټاکل کیږي. په یوه ورځ دیرش امنیه قوماندانان او او د ټاکنو د کمېسیون په لس هاوو مشران ټاکل کیږي.
ښاغلي محقق وویل چې ولسمشرغني د ګمارنو په بدل کې د ټاکنو لپاره کمپایني معاملې کوي چې دا حالت عادلانه نه دی.
هغه همدا شان زیاته کړه چې د تحریم بحث هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ مطرح شوې ده که چیري وضعیت همدا شان دوام ومومي،نوماندان او سیاسی ګوندونه به په میلیونه لاریونونو لاس ووهي.
محمدمحقق په ارګ کې له ښځو د جنسی ګټنې ادعا ته هم ګوتڅنډنه وکړه چې دا سکاله یې د بدنامی لکه وبلله.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي