1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

محمد نبي د کرکټ په کارابین غوره لیګ کې نوی ریکارډ وتړه

Nabi
29 Aug 2020

افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل، د ویسټ انډیز ۲۰۲۰ کال د کرکټ سیالیو کې نوی ریکارډ وتړه.

دې لوبغاړي پرون جمعه ( داګسټ ۲۸/وږې/سنبله ۷) د سنت کیتس او پټریوتس لوبډلو پر وړاندې د سیالیو ډګر ته ولاړ.

ښاغلی عیسی خیل اوسمهال په سنت لوسیا زوکس لوبډله کې لوبه کوي او په دې لوبو کې، په یوه پړاو کې سیاله لوبډله په ۱۵ منډو وسوځوله او نوی ریکارډ یې په خپل نوم کړ.

محمدنبي مخکې له د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبډلمشر وو.

محمدنبي عیسی خیل ۳۵ کاله عمر لري او له سهیل تنویر دویم کرکټر دی چې د بنګله دیش،هند،افغانستان او بیګباش په غوره لیګونو کې په هرې لوبه کې ۴-۴ ویکټې تر لاسه کړې.

راشدخان،محمدنبي عیسی خیل،مجیب الرحمان،نجیب الله ځدران او ظاهرخان د افغانستان هغه شپږ لوبغاړي دي چې د کرکټ په کارابین یا سي پی اس غوره لیګ کې په بیلابیلو لوبډلو کې لوبه کوي.