1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مرکچي پلاوي: د اجندا پر سر خبرې له نوې اونۍ څخه پیل کیږي

49517109_401
07 Jan 2021

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو تیر ماښام (د مرغومې۱۷،جنوري۶) په دوحه کې پیل شو.

د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو اعلان وکړ چې په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د دواړو خواوو تاکل شوي ټیمونه دې د اجندا پر سر خبرې د راتلونکې اونۍ په پيلنۍ ورځ پیل کړي.

مخکې له دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی وو چې د خبرو اترو په دې پړاو کې د حکومت لومړیتوب د اوربند ټینګښت دی خو د مرکچي پلاویو یو شمیر غړو بیا دا پړاو کړکیجن بللی دی.

د افغان حکومت پلاوي وویل چې د درې اونیو وقفې په جریان کې، د حکومت،ملي روغې جوړې شورا او بیلابیلو سیاسي ډلو سره ولیدل او ټولې خواوې د خبرو دوهم پړاو کې اوربند ته لومړیتوب ورکولو او اوسنی جوړښت باندې ټینګار کړی دی.