| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
مزارشریف تاشکنت او تاشکنت مزار ته الوتنې پیل شوې
20 Nov 2019
د افغانستان اوزبیکستان تر منځ مزارشریف څخه تاشکنت او تاشکنت څخه مزارشریف ته مستقیمو الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هیواد د هوایې چلند ادارې یو پلاوی چې د دې هوکړې لاسلیک لپاره بلخ ولایت ته راغلی،د افغانستان او سیمې یو هیوادونو ترمنځ الوتنو پر پراختیا ټينګار وکړ او وایې چې له کابل وروسته،بلخ دویم ولایت دی چې تاشکنت ته یې مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.
د اوزبیکستان د هوایې چلند ادارې مشر د دې هوکړه لیک لاسلیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د د لا زیاتو همکاریو د سوداګریز ترانزیټ او تګ راتګ کې د آسانتیا رامنځته کیدو لپاره ګټور بولي.
الغ بیک وویل: له افغانستان څخه اوزبیکستان ته په الوتنو کې به آسانتیاوې رامنځته شي،او د دې الوتنو ترسره کولو لپاره مو له بلخ څخه ګام پورته کړ او په همدې موخه مو د دواړو هیوادونو په کچه هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.

په همدې حال کې د بلخ سیمه ییز پازوال د مزارشریف تاشکنت تر منځ مستقیم پروازونه د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ اړیکو پراختیا او ټینګښت لپاره یو بل ګام بولي.
وړاندې له دې هم د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ سوداګریزو ستونزو حل لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ یوه ګډه سوداګریزوه خونه جوړه شوه چې په لومړنۍ ناسته کې دواړو لوریو د افغان سوداګریزو توکو ترانزیټ لپاره د مالیاتو په راکمیدو هوکړه وکړه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
