1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مسعود اندرابي: د امنیتي ستونزو لپاره جدي برنامې تر لاس لاندې دي

Ep8aqINXIAAqmap
24 Dec 2020

د هیواد په بیلابیلو برخو په تیره بیا پلازمینه کې موخه ییزو وژنو او چاودنو له ډيریدو سره، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي چې د مسوول په توګه د هیواد والو له امنیتي اندیښنو څخه خبر دی.

مسعوداندرابي ټينګار کوي چې د امنیتي ننګونونو لپاره په جدي توګه برنامه لري او هغه یې د کابل له پوځي پازوال سره هم شریکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې د دښمن موخه د دولت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کیدل دي او دا د نړیوالې ترهګرۍ معموله کړنه ده.

چاودنې او هدفي وژنې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه په پلازمینه کې د خلکو لپاره جدي اندیښنه ګرځیدلې ده.