| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
مسکو ته د افغانستان دولت د پلاوي سفر
17 Mar 2021
د عبدلله عبدالله په مشرۍ د افغانستان دولت پلاوی نن مسکو ته ولاړ؛ د افغانستان د سولې خبرې به د مسکو د ناستې منځټکی وي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا، نن څلورنۍ (کب اووه ویشتمه)، د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره وویل چې د مسکو په ناسته کې چې د ترویکا غړو هیوادونو په نوښت جوړه شوې، د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړی.
په دې ناسته کې به، عبداللهعبدالله، حامد کرزی، میررحمان رحماني، مارشال عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، محمدکریم خلیلي، سیدسعادت منصور نادري، بابر فرهمند، محمدمعصوم ستانکزی، حبیبه سرابي، متین بیک، او محمدعلم ایزدیار ګډون ولري.

د افغانستان پلاوی مسکو ته له رسیدو دمخه، نن له غرمې وروسته اوزبیکستان ته ورسید او د تاشکینت په هوایي ډګر کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر لخوا تری هرکلی وشو. دا پلاوی د مارشال عبدلرشید دوستم له یوځای کیدو وروسته له اوزبیکستان څخه مسکو ته ولاړ.
د افغانستان د سولې په تړاو د روسیې کنفرانس د کب په اته ویشتمه نیټه په مسکو ښار کې د ترویکا غړو هیوادونو له لورې او د روسیې فدراتیف په کوربه توب ترسره کیږي.
که څه هم د دې ناستې اجندا نده روښانه، خو ګزارش ورکړل شوی چې په دې یوه ورځینۍ ناسته کې به، د افغانستان دولت مشران او استازي او د طالبانو استازي ګدون ولري او تمه ده دواړه لوري د خبرو د بهیر د چټکیدو او د ترکیې د ناستې اړوند خبرې وکړي.
