د روسیې د بهرنیو چارو وزارت،د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو څخه راوتلې سیاسي ناندرۍ بیساری او جدي مهال نیونکې ویلې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان له ټاکنو راوتلې سیاسي ناندریو اندیښنه کړې ده.
مسکو اعلان وکړ: “ په افغانستان کې له ټاکنو راوتلی سیاسي کړکیچ بیساری او د پام وړ دی،د ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ تقابل اوږدمهاله او جدي شوی دی چې په پایله کې د موازي حکومت د جوړیدو لامل شو.”
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا شان د دې ناندریو د حل لپاره چمتو والی اعلان کړی او زیاته کړې یې ده:“ روسیه چمتو ده،په افغانستان کې شته سیاسي ناندریو حل او افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې پرمختګ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.”
وړاندې له دې د هیواد پخواني ولسمشر حامدکرزي،پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له ټاکنو را پورته شویو لانجو حل لپاره منځګړیتوب پیل کړی دی،دې څيرو تر اوسه څو څو ځلي له محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
له دې هڅو باوري سرچینه او د عبدرب رسول سیاف ویاند مسعود ترشتوال آرزو ته وویل چې د شته لانجو حل لپاره د سیاستوالو منځګړیتوب تر یوې کچې د داړو لوریو ترمنځ لیدلوري نږدې کړي دي.
نږدې شپږ میاشتې کیږي چې له ټاکنو راپورته شویو سیاسي لانجو د افغانستان لمن نیولې او لا یې هم د پای څرک نه لګي.
په همدې حال کې،د هیواد د حقوق پوهانو ټولنې غړی سبحان مصباح وایي چې دواړه لوري باید ډیر ژر خپلو سیاسي ناندریو ته د پای ټکی کیږدي او پرې نږدي چې هیواد د یوه نوي کړکیچ په لور ولاړ شي.
له ټاکنو راوتلي سیاسي ناندرۍ وروسته له هغې جدي شوې چې د لومړي ځل لپاره افغانستان د دو لوړو ترسره کیدل تجربه کړل،محمداشرف غني چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري ګټونکی اعلان شو وو او عبدالله عبدالله هم په خپله ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ د لوړې دوه جلا جلا مراسم یې ترسره کړل.
آزرو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي