د مشرانو جرګې یو شمیر غړي هیښتیا ورکوي چې د دوحې روانې خبرې له ماتې سره مخامخ شوي او امریکا باید د دې ډلې پر ملاتړ فشار ور وړي چې خبرې پایله ولري.
په دوحه کې د خبرو له دوام سره هم مهاله د طالبانو د بریدونو ډیریدو، په نننۍ ناسته کې (یوه نۍ، تلې شپږم)، د سناتورانو غوصه راپارولې ده.
یو شمیر سناتوران، په داشان شرایطو کې له دې ډلې سره سوله ناشونې بولي او له امریکا غواړي چې له خبرو د پایلې د ترلاسه کولو لپاره د دې ډلې په ملاتړو فشار ور وړي.
د مشرانو جرګې غړی، محی الدین منصف په دې ناسته کې وویل چې د طالبانو بریدونه ورځ تربلې ډیریږي او له اوسنۍ کمزورتیا سره سوله نه راځي.
هغه زیاته کړه: د قطر د سولې خبرې له ماتې سره مخامخ شوي. امریکا باید د طالبانو په ملاتړو فشار ور وړي.
د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار هم د سولې روان بهیر د غځیدو د اټکل خبر کوي او د جګړې له ښکیلو لوریو د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه لري. ښاغلي مسلمیار ویلي: باید دواړه لوري د خلکو ګټې په پام کې ونیسي- چې د جګړې د پایته رسیدو لپاره لاره وموندل شي، باید اوربند وشي.
یو شمیر نورو سناتورانو هم په دې ناسته کې، به هیواد کې د جګړې له ډیریدو اندیښنه وښوده او له حکومت څخه یې شته حالت ته د رسیدنې غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې غړی، هاشم الکوزي په دې اړه وویل: په ډیریدو ولایتونو کې جګړه په زور روانه ده، حکومت باید جدي پاملرنه وکړي.
نبیه مصطفی زاده هم چې د مشرانو جرګې غړې ده، وایي: اوسنی حالت اندیښمنوونکی دی، هیله ده چې امنیتي پازوال ورته پام وکړي.
آرزو ټلویزیون ته د رسیدلیو اطلاعاتو پر بنسټ؛ په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په بامیان کې څلور پوځیان، په سمنګان کې دوه پوځیان، په فاریاب کې درې امنیتي سرتیري او په کندز کې درې ملکي وګړي، د بیلابیلو پيښو په پایله کې وژل شوي دي.
له دې ټولو سره، د افغانانو ترمنځ خبرو سره هم مهاله د اوربند ټینګښت، د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده، خو په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد، له دې ډلې سره د سیاسي هوکړې پرته اوربند ته رسیدل ناشوني بللي او د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د لوریو د اړ کولو په موخه د امریکا د هڅو خبر ورکړی دی.