1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملابرادر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره لیدنه وکړه

00
22 Jun 2020

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرا لاینز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملابرادر سره لیدنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ اعلان وکړ چې میرمن دیبرا لاینز د ښځو،ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د افغانانو تر منځ عادلانه او ټول ګډونه خبرو اترو پر پیل ټینګار کړی دی.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ملابرادر او د ملګرو ملتونو سازمان استازې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د پیل،د پاتې بندیانو پر خوشې کیدو،په جګړو کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې مخنیوي او له کووید۱۹ سره پر مبارزې بحث کړی دی.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې د یوې نۍ (چنګاښ په ۲۱) له لوګر،ننګرهار او نورستان ولایتونو څخه یې ۱۴ امنیتي ځواکونه له بنده خوشې کړې دي.

د دواړو لوریو شپږ زره بندیانو خوشې کیدنه،د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ د افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل له اصلي مخ آړونو دي.