1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملاغني برادر له ګڼ شمیر طالب مشرانو سره پاکستان ته سفر کړی دی

156672567
24 Aug 2020

د ملابرادر په ګډون د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.

د عبدالغني برادر په ګډون پر یوشمیر طالب مشرانو د پاکستان له لوري د ملګرو ملتونو سازمان له بندیزونو وضع کولو راپورونو له خپریدو وروسته، اوس په قطر کې د طالبانو د ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د ملا برادر په ګډون د دې ډلې یوه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه اسلام آباد ته سفر کړی دی.

ښاغلي شاهین ټينګار کړی دی چې د دې ډلې د پلاوي سفر د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د یوې مودې لپاره ځنډیدلی وو اوس دا بهیر بیا پیل شوی او د دې ډلې سیاسي دفتر پلاوی نورو هیوادونو ته هم سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ملاغني برادر او د دې ډلې د مشرتابه شورا مرستیال په ګډون د طالبانو د ډلې او حقاني شبکې پر په لس هاوو غړو بندیزونه لګولي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو چې وضع شويو بندیزونو کې مالي بندیزونه، د سفرونو مخنیوی،د دې کسانو شتمنیو بندیدل او وسله وال بندیزونه شامل دي او اسلام آباد په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا سره هم بحث کړی وو.