| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ملي امنیت: د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د داعش د جګړې مسوول نیول شوی
10 Sep 2020
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې، د عکرمه مدني په نوم مشهور د عبیدالله چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې د جګړې عمومي مسوول وو، د یو لړ موخه ییزو عملیاتو په پایله کې د دې ادارې د منسوبینو له لورې د نیول کیدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ چې نن (پنځنۍ، وږي۲۰)، خپره شوه؛ د داعش ډلې دې غړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې، په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې اړوند یوه مرکز کې پوځي او استخباراتي زده کړې ترلاسه کړي او وروسته داعش سره یوځای شوی.
د ملي امنیت ریاست همداراز ویلي چې عکرمه د مولوي ایاز نیازي، او مولوي عزیزالله مفلح د شهادت په سازمانولو کې ونډه درلوده.
دې بنۍټ اعلان کړی چې عکرمه په کندز ښار کې د امام صادق جومات باندې د برید هوډ درلود، خو د هغه نیول کیدو، دا برید شنډ کړ.
د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ؛ عکرمه په خپل جرم اعتراف کړی دی.

