د ملي امنیت ریاست وایي چې د اقاعدې ډلې لوی قوماندان بومحسن المصري یې په غزني ولایت کې وژلی دی.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هند نیمه وچه کې د القاعدې ډلې دا دویم جګپوړی قوماندان تیره ورځ( لړم/عقرب ۳ مه) د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي پر ټوېټر لیکلي، د القاعدې شبکې د مهم غړي وژل کېدل ددې څرګندوی دی چې طالبان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره نژدې اړیکې او ګډ ترهګریز فعالیتونه لري.
نوموړي طالبان پر دروغو تورن کړل چې وايي له القاعدې او ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري.
طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.