1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملي دفاع وزارت: په هلمند کې څه باندې ۵۰ وسله وال طالبان ووژل شول

Helmand-1536x1087
03 Jan 2021

ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د څه باندې ۵۰ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او ناوې،ګرمسیر او نادعلي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور  ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي چې د هلمند سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.