1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملي دفاع وزارت: په کابل کې د طالبانو د ډلې یو ډلمشر له خپلو درییو ساتونکو سره ونیول شو

01-3-1536x864
14 Dec 2020

د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون د دې ډلې څلور غړي ونیول شول.

د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د عبدالباري په نوم د طالبانو ډلمشر د دې ډلې له درییو نورو غړو سره یو ځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دکابل له شکردرې ولسوالۍ څخه له یوشمیر پوځي تجهیزاتو سره یو ځای نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شويو کسانو د کابل د ډیریو شمالي ولسوالیو په ناکراریو او دولتي کارکوونکو په وژنه کې لاس درلود. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.