1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملي دفاع وزارت: ۲۴ وسله وال طالبان په لوګر او غزني کې مړه او ټپیان شول

Afghan-Armies1
11 Jan 2021

د ملي دفاع وزارت په غزني او لوګر ولایتونو کې د ۲۴ وسله والو طالبانو له مړه او ټپي کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لوګر په برکی برک ولسوالۍ کې د نښتې په لړ کې د طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون د دې ډلې شپږ(۶) غړي وژل شوي او اته (۸) نور هم ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې لس وسله وال طالبان هم د غزني مرکز په څنډو او اندړ ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو  رسنیو ته څه نه دي ویلي.