| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ملي ماتم؛ ښوونځي کې د سیدالشهدا د زده کوونکو کمرنګې حضور
11 May 2021
د سیدالشهدا ښوونځي پر وړاندې د خونړۍ پيښې درې ورځې وروسته، د افغانستان حکومت نن (درې نۍ، غویي ۲۱)، ملي ویر اعلان کړ او ملي بیرغ هم په هیواد کې دننه او بهرنیو استازولیو کې، نیمه ځوړند شوی دی.
د پلازمینې د زده کوونکو او په ځانګړې توګه د کابل د لویدیځ زده کوونکو لپاره فضا توپير لري؛ هیڅ زده کوونکی په دې ښوونځي کې درس ته ندی حاضر شوی.
لږ شمیر زده کوونکي راغلي چې د ښوونځي خبر واخلي خو د دې مرګونې پيښې یادول یې ژړاو او زګیرویو ته اړ باسي.
شریفه د دې پيښې مخکې د خپل ښوونځي پر وړاندې د محرومیتونو فریاد کوي او د خپلو ټولګي والو له نابشپړو هیلو تراخه حکایتونه لري.

نقیب الله، په سیدالشهدار ښوونځي کې ښوونکي دی، دی وایي که څه هم استخباراتي بنسټونو د کابل لویدیځ د ښوونځیو پر وړاندې د ګواښ اړوند مخکیني اطلاعات لرل، خو په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.
له دې ټولو سره هیوادوالو په ډیریو ولایتونو کې د وروستیو پيښو د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ په موخه، د فاتحې مراسم ترسره کړي دي.
