1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې له وسله والو طالبانو وغوښتل د ټاکنو بهیر خراب نه کړي

UNAMA
26 Sep 2019

ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې له وسله والو طالبانو وغوښتل ترڅو د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر خراب نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو وایې د رای ورکونې پر مرکزونو او ولسي کسانو برید د نړیوالو قوانین ښکاره نقض دی.

ښاغلي یاماموتو چې د درې نۍ په ورځ قطر ته تللی دی د طالبانو ډلې له غړو سره په لیدنه کې یې له هغوي غوښتي چې د ټاکنو بهیر دې نه خرابوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ خبرپاڼه کې راغلي دي چې ړ ملګرو ملتون سازمان ځانګړي استازي د درې نۍ په ورځ (سپټمبر په ۲۴مه) قطر ته تللی او د طالبانو ډلې له غړو سره یې لیدنه کړې او له هغوي یې غوښتي ترڅو له هر ډول هغه فعالیت څخه چې د ټاکنو خراب او د رای ورکوونکو او ولسي کسانو خونديتوب لخ خطر سره مخ کړي مخنیوی وکړي.

یاماموتو همدا شان د جګړې له دواړو لوریو غوښتي چې د ټاکنو په دوره کې دې جګړې را کمې کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې جعلې بللي او له خلکو یې غوښتي ترڅو په دې بهیر کې ګډونه ونه کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي