1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملګري ملتونه: د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټنه وشي

3
21 Jun 2020

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعیت اړوند ګزارش چمتو کړی چې تمه ده تر څلورو ورځو د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې شي.

 

په دې ګزارش کې د افغانستان د سولې بهیر ته ډیره ځیرنه شوې او د افغانانو ترمنځ د خبرو بریالي ترسره کیدل یې د افغانستان د جګړې د کړکیچ د پایته رسیدو لپاره مهمه بللې ده.

د دې ګزارش په یوه برخه کې د دې سازمان د لوی منشي په حواله لیکل شوي: هیله من یم چې حکومت له دې فرصت څخه د سیاسي جوړجاړۍ په لړ کې رامنځته شوی، ګټنه وکړي او په یووالي سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د ترسره کیدو لپاره ګام اوچت کړي. حکومت باید له دې تاریخي فرصت څخه د جګړو د سوله ییز هواري لپاره کار واخلي. د مارچ له میاشتې راپدیخوا د تاوتریخوالي اندیښمنوونکي ډیروالي، د ښځو، ماشومانو او نویو زیږیدلیو په ګډون د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

نن (یوه نۍ، چنګاښ لومړۍ/جون۲۱)، د ملي امنیت شورا هم په یوه ګزارش کې طالبان تورن کړي چې په ۱۸ ولایتونو کې د تیرې اوونۍ په لړ کې د دې ډلې د بریدونو په پایله کې، ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ تنه هم ټپیان دي.

له بلې خوا، د امریکا ځانګړي څیړونکي هم په دې وروستیو کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي له ډیریدو اندیښنه ښودلې ده.

طالبانو تراوسه په رسمي توګه د دې ادعاوو په اړه څه ندي ویلي؛ خو دې ډلې ته نږدې سرچینې د تاوتریخوالي د کمیدو خبر کوي.

له دې ټولو سره، حکومت او طالبان د بندیانو خوشې کولو سره، په باورجوړولو بوخت دي. د دې بهیر بشپړیدو سره، بې له ځنډه به په دوحه کې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ خبرې پیل شي.