| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ملګري ملتونه: د هلمند په جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي مړه و ټپیان شوي
15 Oct 2020
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ دفتر ویلي چې په هلمند کې د روانې اوونۍ تاوتریخوالو، زرګونه ملکي وګړي د خپلو کورونو پرې ایښودو ته اړ کړي دي.
ملګرو ملتونو د ملکي وګړو په ژوند د جګړې د دوام د پایلو اړوند اندیښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر اعلان کړی چې اوسنۍ جګړې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وژنې لامل ګرځیدلي او زرګونه ملکي وګړي یې د خپلو کورونو پرې ایښودو ته اړ کړي.
دې دفتر همداراز ویلي چې؛ ملکي وګړي په معموله توګه د وسله والو نښتو پرمهال مړه او ټپیان کیږي او د هغو ډیرۍ مرګ ژوبله د هاوان، توغندي او نارنجک په څیر د نامخامخه وسلو په پایله کی ده. د ماشومانو په ګډون دا ملکي وګړي باید، له زیانونو وساتل شي.
یوناما همداراز د تاوتریخوالي په دریدو او په افغانستان کې د جګړو د پایته رسیدو لپاره د سیاسي او سوله ییزو حل لارو په اړتیا ټینګار کړی دی.
مخکې له دې د هلمند سیمه ییزو چارواکو ګزارش ورکړی چې له ۴۵۰۰ ډیرې کورنۍ د جګړو له کبله بېځایه شوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا، د بښنې نړیوال سازمان هم په هلمند کې د تاوتریخوالي د دوام په صورت کې د انساني ناورین هیښتیا ورکړې.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا د څانګې مشر، عمر وریچ اعلان کړی: “په لښکرګاه کې د ملکي وګړو حالت نازک دی او په را روانو ورځو کې به لا نازک شي. لسګونه زره وګړي د خونړیو نښتو ترمنځ پاتي او دا نښتې تراوسه ندې لږې شوي.”
دې سازمان همداراز ویلي دي: “یوه انساني ناورین ته د دې حالت د اوښتو د مخنیوي لپاره، دواړه لوري باید د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې ډاډ ورکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه له جګړه ځپلو سیمو څخه بهر شي.”
په دې وروستیو کې بریټانیا هم د افغانستان په سویل کې د تاوتریخوالي ډیریدو ته غبرګون ښودلی او د جګړې له لوریو یې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او بیړني اوربند وکړي.
مخکې له دې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان هم پر هلمند د طالبانو د بریدونو ډیروالی د دوحې د هوکړه لیک پرخلاف بللی او د نړیوالو ځواکونو د موخه ییزو بریدونو د ترسره کیدو خبر یې ورکړی وو.

د شپږو ورځو تیریدو سره، لا هم د هلمند-کندهار لویې لارې، ناوې او نادعلي ولسوالیو او چاه انجیر او باباجي سیمو کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
په همدې حال کې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یو شمیر سیمو د بیا ترلاسه کیدو خبر ورکړی دی.
د والي ویاند ټینګار کوي چې یواځې د تیرې شپې په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې، لږ تر لږه ۳۵ طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي دي. ښاغلي ځواک زیاته کړه چې د نښتو په لړ کې، درې دولتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند په ګاونډ کې؛ ارزګان هم له دوو ورځو راپدیخوا د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ د سختې نښتې شاهد دی.
د ارزګان د والي ویاند، احمدشاه ساحل آرزو ټلویزیون ته ویلي چې په ګیزاب ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو د عملیاتو په پایله کې، لږ تر لږه دولس وسله وال مخالفین وژل شوي او اته تنه نور هم ټپیان دي.
طالبانو په دې تړاو څه ندي ویلي.

