1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

منصور: د سولې خبرو په دویم پړاو کې اصلي بحث د واک ویش دی

حفیظ-منصور
02 Jan 2021

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړی، حفیظ منصور وایي چې د سولې د خبرو په دویم پړاو کې اصلي بحث د واک په ویش دی؛ تاوتریخوالی به ډير شي.

 

تمه ده له طالبانو سره د خبرو دویم پړاو د درې نۍ په ورځ د جنورۍ په پنځمه د قطر په دوحه کې پیل شي.

ښاغلي منصور، نن (پیلنۍ، مرغومې۱۳)، د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټوټ کې وویل چې د واکش ویش به د سولې د خبرو د دویم پړاو اصلي منځټکی وي.

هغه زیاته کړه: د خبرو دویم پړاو بحث د سیاسي برنامو په تبادلې نه دی چې کومه برنامه د افغانستان د حالت لپاره ښه ده او کومه یې سازګاره ده. روښانه او واضح، بحث د واک په ویش دی.

د دولت د مرکچي پلاوي دا غړی باور لري که نظام وساتل شي او ارزښتونه په خپل ځای پاتې شي؛ سولې ته د رسیدو په بیه د کسانو په ځای کې بدلون یې ارزښت لري.

ښاغلی منصور همداراز د خبرو له پیل سره هم مهاله د تاوتریخوالي د ډيریدو اړوند هیښتیا ورکوي او ټينګار لري چې طالبان د ډیر امتیاز اخیستلو په هڅه دي او کوښښ به وکړي چې له جګړې سره قضیه په خپله ګټه واړوي.

له بلې خوا د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي اساسي کرښې وروستۍ شوې دي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون په دې تړاو وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي، د ملي روغې جوړې له لویې شورا او د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره خپلې سلاوې کړي او د جنورۍ په پنځمه نیټه د خبرو پیل ته چمتو دی.

له دې ټولو سره تمه ده چې د دولت مرکچي پلاوی د پیلنۍ او یوې نۍ په ورځو، یوځل بیا له ولسمشر او د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر سره وویني.

حکومت مخکې له دې د افغانانو ترمنځ د خبرو دویم پړاو ته د تلو لپاره د دولت د مرکچي پلاوي د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی وو.