| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
موخه ییزې وژنې؛ سیاسي څهرې او د سولې فعالان په مرګ ګواښل شوي
26 Aug 2020
یو شمیر سیاسیونو ویلي، دولت مکلف دی چې د وینا د خپلواکۍ او د هیوادوالو د سیاسي فعالیتونو ساتنه وکړي.
د ملي امنیت د ریاست د مخکیني مشر، رحمت الله نبیل له لورې د یوه لیک د خپریدو په لړ کې چې په هغه کې د طالبانو ډلې د یو شمیر سیاسي څهرو او د سولې او رسنییزو فعالانو د ترور هوډ ښودلی؛ جدي اندیښنې یې راپارولي.
په دې لیک کې، د ملي امنیت د مخکیني مشر، رحمت الله نبیل په ګډون، د مخکیني حکومت چارواکو حضرت عمر زاخیلوال او کریم خرم، د پژواک خبري آژانس مسوول دانش کړوخیل، د طالبانو مخکیني چارواکي سیداکبر آغا او یو شمیر سیاسي او رسنیزو فعالانو نومونه هم شامل دي، په مرګ ګواښل شوي.
د دې لیک په پای کې، د طالبانو ډلې نښان هم شته، خو دې ډلې دا په کلکه رد کړی دی.

ښاغلي نبیل، نن (څلورنۍ، وږي پنځمه)، په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په تیرو پنځو کلونو کې، ۴۸ ځلي ګواښل شوی.
د ملي امنیت د مخکیني مشر په دې لیک کې راغلي: “مونږ هیڅ کله د افغانستان د خلکو او خاورې د دښمنانو له چلوټو او دسیسو ویره نده لرلې او له پنځو کلونو راپدیخوا ۴۸ ځلي په کتبي بڼه د ترهګریزو ډلو او د پاکستان په ګډون مو ګواښوونکي اطلاعات ترلاسه کړي او هیڅ کله مو ترې یادونه نده کړې.”

تیره ورځ د ملي مصالحې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم له یو شمیر دې څهرو سره لیدنه وکړه او د سیاسي او سولې د فعالانو ګواښونه یې یو جنایت بللی دی.
له بلې خوا، مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې دولت د هیوادوالو د وینا د خپلواکۍ او سیاسي فعالیتونو د ساتنې په برخه کې مکلف دی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هیوادوالو د امنیت د ټينګښت او د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره، امنیتي تړون یې ترلاس لاندی نیولی.
پوځي شنونکی، اسدالله ندیم په دې اړه وویل چې د دې څهرو ګواښنه، په افغانستان کې د نیابتي شبکو کار دی.
هغه زیاته کړه: نیابتي شبکې غواړي چې د سولې بهیر خدشه داره کړي او یا وځنډول شي یا هم د لوریو ترمنځ بې باوري راشي.
په دیني عالمانو او د سولې په فعالانو د موخه ییزو بریدونو ډیریدل چې پړه یې هیڅ کس یا ډلې پرغاړه نده اخیستې، په یوې جدي اندیښنې اوښتي.
په همدې تړاو، نن هم یو شمیر دیني عالمانو او د پوهنې وزارت د علمي شورا د مشر عبدالباقي امین خپلوانو چې تیره ورځ په یوې چاودنې کې ووژل شو، په کابل کې راټولیدنې سره له حکومت څخه د داشان پيښو اړوند د وضاحت غوښتنه وکړه.

