د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان وایي، چې سپینه ماڼۍ په را روان پسرلي کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته راټیټوي، خو واشنګټن په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې د دې ځواکونو د بشپړ وتلو په برخه کې ځانګړې برنامه نلري.
افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک د لاسلیک نږدې دوه اوونۍ وروسته، واشنګټن لا هم د دې هوکړې د عملي کولو په برخه کې د طالبانو په نیت شک لري.
د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان، فرانک مک کنزي، د کانګرس په یوې ناسته کې ویلي چې د طالبانو له لورې د هوکړې د نه عملي کیدو په برخه کې، د امریکا سیاسي مشرتابه به بیاځلي پریکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: هیڅ باور نلرو. مونږ واقعیتونه وینو چې آیا طابان د بریدونو کچه راټیټوي که نه. که طالبان د اوسنیو بریدونو کچه ټیټه نکړي، زمونږ سیاسي مشرتابه به هغه مهال پریکړه وکړي. دا مطرح نده چې زه خوش بینه یا بدبینه و اوسم، وګورو چې د جګړې په ډګر کې څه پيښيږي. تراوسه د هغه په پرتله چې مونږ تمه لرله، د طالبانو بریدونه ډیر دي.
که څه هم امریکا د سولې په هوکړه لیک کې په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځیانو په بهر کولو هوکړه کړې، خو دا امریکایي پوځي د داشان برنامې له نه لرلو پرده پورته کوي.
مک کنزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا بهرني ځواکونه به تر راتلونکو ۱۴ میاشتو په بشپړه توګه له افغانستان څخه بهر شي، داسې وویل: که څه هم داسې برناه شته دی، خو په دې اړه تراوسه پوځي برنامه جوړه او وروستۍ شوې نده. اوس همال، د ۸۶۰۰ ځواکونو وروسته هیڅ برنامه نلرو. هیڅ چا ما ته امر ندی کړی چې دا شمیر لږ کړم.
په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو دریدو سره سره، بهرنیو پوځیانو په تیره یوه اوونۍ کې د طالبانو په ځالو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او لامل یې هم له افغان امنیتي سرتیرو دفاع بللې.
د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان ټینګار وکړ چې د امریکا بریدونه به له القاعدې او داعش سره د دې ډلې د همکارۍ له کبله دوام ومومي.
هغه زیاته کړه: دا ډله یو سیمه ییز سازمان دی. د دې لامل چې مونږ د طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کوو، دا دی چې طالبانو د دوو نورو ترهګریزو سازمانونو کوربه دي چې مونږ ته یې د تاوان رسولو قسم خوړلی. طالبان زمونږ په هیواد د برید مخینه نلري.
افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک، د فبرورۍ په ۲۹ نیټه د قطر په دوحې کې لاسلیک شو. خو هغه څه چې په دې هوکړه لیک کې د اندیښنې وړ دي، د امریکا له لورې د طالبانو د مخ آړونو منل دي، هغه هم په داسې شرایطو کې چې په هوکړه لیک کې د دې ډلې له لورې ټولیز اوربند ندی منل شوی.