1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

میلر: طالبان دې ژر پر هلمند ولایت یرغلیز بریدونه ودروي

scott-miller-kandahar-attack-ap-rc-181018_hpMain_16x9_992
12 Oct 2020

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ میلر له طالبانو ډلې غوښتي چې په هلمند او ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.

 

به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، سوني لګیټ په یوه ټویټ کې د ښاغلي میلر په حواله لیکلي: لازمه ده چې طالبان ژر تر ژره په هلمند ولایت خپل یرغلیز بریدونه ودروي او په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي کچه ټيټه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو دا کړنه له امریکا سره د دې ډلې د هوکړې په مطابقت کې نه ده او د افغانستان د سولې روان بهیر کمزوری کوي.

میلر زیاته کړه: په تیرو دوو ورځو کې، امریکايي پوځیانو د افغانستان د دفاعي او امنیتي سرتیرو د دفاع په موخه چې د طالبانو تر برید لاندې راغلي وو، ګڼ موخه ییز بریدونه کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان له امنیتي او دفاعي سرتیرو چې د طالبانو تر برید لاندې راځي، دوام ورکوي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان په داسې حال کې پر طالبانو د نړیوالو ځواکونو د موخه ییزو بریدونو خبر ورکوي چې په تیرو دوو ورځو کې، طالبانو په هلمند ولایت پراخ بریدونه پیل کړي دي.