د ناټو لوی منشي وایي چې تراوسه د طالبانو له لورې تاوتریخوالي کې کمښت ندی راغلی؛ دا ډله باید د تلپاتې سولې لپاره رښتینی جوړجاړی وکړي.
د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ په دې وروستیو کې په خپلو څرګندونو کې طالبان د سولې په هوکړه لیک کې د شویو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړي او له دې ډلې یې غوښتي چې د تلپاتې سولې لپاره، رښتینی جوړجاړی وکړي.
هغه زیاته کړه: طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي، د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون او د تلپاتې سولې لپاره رښتینی جوړجاړی وکړی.
سټولټنبرګ همداراز وویل: هغه څه چې له طالبانو تمه لرو او غواړو ترسره یې کړی؛ دا دی چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي. تراوسه مو د تاوتریخوالي د کمښټ اړوند چې څه تمه لرله، ندي لیدلي. اړتیا ده چې د سولې هڅې دوام ومومي. له طالبانو غواړو چې تاوتریخوالیي کې کمښت راولي.
د ناټو لوی منشي پر دوام له طالبانو وغوښتل چې له نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي، ځکه بهرني ځواکونه تر هغه مهاله له افغانستان څخه نه ووځي ترڅو چې په دې هیواد کې د تلپاتې سولې اړوند ډاډ ترلاسه نکړي.
هغه یادونه وکړه: له هرڅه مهمه دا چې طالبان باید له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي. دا له طالبانو سره د سولې په هوکړه لیک کې یو روښانه شرط دی. هغه مهال افغانستان څخه ووځو چې فرصت مناسب وي او ډاډمن شوو چې افغانستان نور په هغه هیواد نه اوړي چې په هغه کې القاعده او نورې ترهګریزې ډلې وکولای شي په آزاده توګه فعالیت وکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ دوام ورکړ: د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره، مونږ په افغانستان کې د خپل حضور د تنظیم په حال کې یوو. له خپلو متحدینو سره نږدې همغږۍ سره، ډیرۍ تنظیمات رامنځته کوو.
د ناټو دا چارواکی په داسې حال کې دا خبرې کوي چې په دې وروستیو کې روسیې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د منځنۍ آسیا لپاره ډیر ګواښ پيښ نکړي او مسکو تمه لري چې د فبرورۍ د ۲۹مې هوکړه لیک پلې کیدو سره، په دې هیواد کې ملي پخلاینې ته لار هواره شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د ټولیز امنیت د تړون سازمان، چمتو دی چې په افغانستان کې د سیاسي-پوځي حالت د ټيکاو لپاره مرسته وکړي.